پاکستان کې کورونا وايرس۱۲۰ نور کسان وژلي

پاکستاني چارواکي وايي چې په ملک کې روغتونونه د اکسیجن او نورو اسانتیاو له کمي سره مخامخ شوي دي.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې ۱۲۰ نور کسان مړه شوي.

له دې سره له کورونا وايرسه د مړو شویو ۱۸،۷۹۷ ته ورسېد.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو خپروونکې حکومتي ويبپاڼې ترمخه د مې تر اتمې، د کورونا وايرس مثبتو کيسونو شمېر له اته نيمو لکو زيات شوی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۴۰۰۰ زيات کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي. خو له کووېډ-۱۹ ناورغۍ اووه لکه ۴۷ زرو زيات کسان بېرته رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس د فعالو کېسونه شمېره له ۸۳ زرو زيات ده.

د ويبپاڼې ترمخه د مې پر شپږمه تر يو لک ۷۰ زرو زياتو کسانو ته د کورونا وايرس واکسين هم ورکړل شوي.