د هند د روغتیا وزارت ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۳۵۷۰۰۰ نوی کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.
بلې خوا ته په هغو روغتونونو کې چې پکې د کورونا د ناروغانو درملنه کېږي د بسترونو، درملو او اکسیجن د کموالي ستونزه پرځای پاته ده.
په هند کې په کورونا د اخته کسانو شمېر په تېرو درېیو میاشتو کې تقریباً دوه چنده لوړ شوی او د دې وبا له کبله د مړینو شمېر اوس له دوه لکه او ۲۰ زرو څخه اوښتی دی.
په هند کې کورونا د بل هر هېواد پرتله په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.