بایډن وايي د بن لادن تر وژنې وروسته القاعده تر ډېره حده ځپل شوې

بایډن وايي، د القاعدې کمزوري کېدو ته په کتو په افغانستان کې جګړه پای ته رسوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته القاعده تر ډېره حده ځپل شوې ده.

نوموړي د بن لادن د وژنې ۱۰ کلونو پوره کېدل له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو د پرېکړې لپاره د یوه مناسبت په توګه وکارول.

د امریکا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د عملیاتو پر مهال اسامه بن لادن وواژه.

نوموړي شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې د سېپټېمبر پر ۱۱مه پر نیویارک ترهګر برید پلان کړی وو.

د مې پر دویمه، د سپینې ماڼۍ په بیان کې د ولسمشر بایډن له خولې ویل شوي د اسامه بن لادن تر وژنې او شاوخوا ۲۰ کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د القاعدې موجودیت خورا کم شوی دی نو ځکه امریکا خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي او له افغانستانه ټول سرتېري باسي.

بایډن تېره میاشت له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو ایستلو اعلان کړی وو او ویلي یې ول چې دا کار به د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې پای ته ورسي.