قيرغیزستان او تاجکستان د جګړې له کرښې خپل پوځیان پر شا کړي دي

د قيرغیزستان او تاجکستان چارواکي د جنګ له ليکو د خپلو پوځيانو په پر شا کولو سلا شوي دي.

د قيرغیزستان او تاجکستان چارواکي د جنګ له ليکو د خپلو پوځيانو په پر شا کولو سلا شوي دي.

دا پرېکړه د مې پر لومړۍ نېټه د دواړو هېوادونو د ملي امنيت د مشرانو په خبرو کې شوې ده.

تر دې مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نښتو کې له ۴۰ زیات کسان ووژل شو.

د دواړو غاړو چارواکو په باتکين سيمه کې سره وليدل او د ځواکونو په شا کول یې اوربند ګڼلی.