يمن کې "خيراتي ګاډې" بېوزلو ته خواړه رسوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې جګړو د یمن زیاتره وګړي د خوراک له کمښت سره مخامخ کړي او زياتره یې د روژه ماتې لپاره هم خواړه نه لري، په سرښار صنعا کې د ځوانانو یوه ډله د روژې میاشتې پر مهال له وس لرونکیو خلکو خواړه راټولوي او په بېوزله خلکو یې وېشي. دوی د دې کار لپاره د وجبه په نامه یوه ګاډۍ جوړه کړې او خلکو ته روژه ماتی ورکوي. ویډيو: رویټرز