هسپانیا ۲۲ کسانو ته د کورونا وایرس خپرولو په تور یو تن نیولی

د هسپانیا پولیس په سیمه کې د ټولبند عملي کولو پر مهال - د ارشیف انځور.

په هسپانیا کې هغه تن نیول شوی چې ورباندې ۲۲ کسانو ته د کورونا وایرس خپرولو شک کېږي.

په دې کسانو کې یو یې هم روغتون تللو ته نه دی اړ شوی.

پولیسو د اپرېل پر ۲۴مه وویل چې ګرفتار ۴۰ کلن تن، چې نوم یې دی ورکړی، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واضحه علامات درلودل خو د دې باوجود د کار او ورزش ځایونو ته ورغلی دی.

د پولیسو په وینا د کار په ځای کې يې ملګرو او مشر یې دې کس ته ویلي وو چې کار ته دې نه ورځي چې نور ملګري یې ناروغه نه کړي. خو دی د سختې تبې باوجود هم د کار ځای ته له ورتګه منعې نه شو.

پولیس وايي دې تن اتو کسانو ته نیغ په نیغه او نورو ۱۴ کسانو ته په غیر مستقیم ډول کورونا وایرس خپور کړی.

د پولیسو په بیان کې راغلي چې د هسپانیا په مناکور سیمه کې د کورونا وایرس وبا تر خپرېدو وروسته سږ کال د جنورۍ په میاشت کې یې دغه تحقیقات پیل کړي ول.

په هغه هېواد کې کورونا وایرس نېزدې ۳۵ لاکه کسان وړجن کړي چې پکې یې له ۷۷،۵۰۰ زیات مړه شوي.