کردانو د وژلیو روسیو داعش وسله والو ماشومان ماسکو ته وسپارل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شام په القامیشیلي ښار کې کرديو چارواکو دغه ۳۴ ماشومان د اپرېل پر ۸ مه روسي پلاوي ته وسپارل. کردي چارواکي واييٍ چې ماسکو تر اوسه ۱۶۹ هغه ماشومان خپل هېواد ته ستانه کړي چې میندې پلرونه یې د داعش مشکوک غړي ول او په شام کې وژل شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: اې ایف پي