سرکار مو دې شمالي وزیرستان کې شپږ برمته کسان راخوشې کړي: کورنۍ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په شمالي وزیرستان کې د تښتول شویو کسانو کورنۍ له حکومته غوښتي چې د هغوی د خوشې کولو هڅې دې وکړي. د فبرورۍ پر ۲۱مه وسله والو له شوې څخه شپږ کسان وتښتول چې په هغوی کې یې درې د یوې کورنۍ غړي ول. د میرلي د خدي کلي اوسېدونکي کمال شاه تېر ماښام مشال راډیو ته وویل چې شهنشاه داوړ یې ورور او همایون داوړ او وکیل عتیق الله داوړ یې د تره زامن دي چې تر اوسه یې هېڅ پته و نه لګېده. په نورو اغوا شویو کې یې یو په میرامشا کې د روغتیا ادارې کارکوونکی، یو یې د اېبټ اباد او بل یې د میاوالۍ دی.