د بهرنیو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ خبره نه ده: افغان حکومت

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغان چارواکي وايي، له افغانستانه د ټولو بهرنيوو پوځيانو وتل د اندېښنې خبره ځکه نه ده چې اوسمهال ۹۶ فیصده عمليات افغان ځواکونه کوي او امریکا ورته ويلي چې مالي‌ مرسته به یې جاري ساتي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا اعلان کړی چې د سپتمبر پر ۱۱مه به د دوی په مشرۍ د ناټو ټول ځواکونه له افغانستانه ووځي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ نه دی شوی او جګړه لا هم روانه ده.  نور حال په دې ویډیويي راپور کې.