شانګله: ټرافیکي پېښې ۶ تنه وژلي

د ځايي اوسېدونکو په وينا ګاډی له غره په سلګونو مټره لاندې پريوتي.

د خېبر پښتونخوا د سوات په شانګله کې يو ګاډۍ له سړکه غورځېدلې چې له کبله يې د يوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

د شانګلې ځايي اوسېدونکو او د روغتون چارواکو د اپرېل پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې دا ګاډۍ له شاه توت څېړۍ څخه بشام ته په لاره وه چې کندې ته پرېوته.

د ځايي اوسېدونکو په وينا ګاډی له غره په سلګونو مټره لاندې پريوتي.

په پېښه کې د يوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي. پېښه کې درې کسان په موقع مړه شوي او درې نورو په روغتون کې ساه ورکړې ده.

پېښه د تيز رفتارۍ له وجې شوي ده.