په ننګرهار کې د واکسین د کمپاین د دری ښځینه کاروونکو وژنه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ننګرهار کې د پولیو د واکسین د کمپاین دری ښځینه کاروونکې د مارچ پر ۳۰مه په دوه جلا پېښو کې ووژل شوې. که څه هم د بریدونو مسوولیت چا په غاړه نه ده اخیستی، خو طالبانو مخکې ویلي وو چې په خپلو سیمو کې د پولیو د کمپاین مخه نیسي. د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د مارچ پر ۲۹مه د پولیو د واکسين کمپاین پیل شو.