په خوست ښار کې بمي چاودنې۱۶ کسان ټپي کړي

د افغانستان د خوست ښار

د افغانستان په خوست ښار کې د مارچ پر ۲۸مه ماسپښین یوه بجه مجاهد څلور لارې ته نږدې چاودنه شوې چې ۱۴ ولسي وګړي او دوه تنه د ملي امنیت سرتیري په کې ټپیان شوي دي.

خوست امنیه قوماندان پاسوال محمد داود امین مشال راډیو ته وویل، چاودیدونکي توکي په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي ول او هغه مهال چاودنه وشوه، چې د ملي امنیت یو پیکب موټر له دې ځایه د تیریدو په حال کې وو.

خوست امنیه قوماندان د ۲ تنو ټپیانو روغتیايي حالت نازک وښود.

تر اوسه کوم چا د دې پيښې زمه واري نده منلې.