امريکا د چين پر وړاندې له خپلو اروپايي متحدينو سره ګډ کار کول غواړي: بلينکېن

بلينکېن وويل چې کله دوی په ګډه اقدام کوي نو دا د هغه ګام په پرتله چې په دوی کې يې هر يو په يوازې سر کوي، زيات طاقتور او ډېر اغېزناک وي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير ويلي، هېواد يې ليواله دی چې د يو جارحانه چين د مقابلې لپاره له خپلو اروپايي همکارانو سره په ګډه کار وکړي.

اېنټونی بلينکېن دا خبره له هغه څو ورځې وروسته کړې چې واشنګټن او اتحاديانو يې په همغږۍ سره د چين پر هغو چارواکيو بنديزونه ولګول چې په شينجانګ کې له بشري حقونو پر سرغړونو تورن دي.

نوموړي دا خبره د يوه لوړ پوړي امريکايي ډيپلوماټ په توګه اروپا ته د خپل لومړي سفر پر مهال د مارچ پر ۲۴مه نېټه په برسلز کې د ناټو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر خبرو اترو وروسته وکړه.

بلينکېن وويل چې کله دوی په ګډه اقدام کوي نو دا د هغه ګام په پرتله چې په دوی کې يې هر يو په يوازې سر کوي، زيات طاقتور او ډېر اغېزناک وي. هغه زياته کړه، امريکا د نړۍ د ناخالصه توليداتو په سلو کې ۲۵ او له اروپايي او اسيايي متحدينو سره په ګډه تر ۶۰ فيصده پورې جوړوي چې د چين لپاره دا له پامه غورځول ډېر مشکل کار دی.