د پاکستان - افغانستان کم تجارت او له منځنۍ اسیا سره یې د زياتولو هڅې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان او افغانستان د ترينګلو اړیکو له امله دوه اړخيزه تجارت له ۲۰۱۰ز کال راهیسې کال په کال کم شوی او اوسمهال تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی. د دې لاملونه د اوږدمهاله ويزو نشتوالی، په بندرونو کې د مالونو د ساتنې لوړ نرخونه او د افغان حکومت هغه پالیسي ده چې د پاکستان پر ځای يې د منځنۍ اسيا له ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې پراخې کړې دي. خو اوس پاکستان کوښښونه پیل کړي چې د افغانستان پر لار له منځنۍ اسيا سره سوداګري ډېره کړي. په دې لړ کې د شته فرصتونو او خنډونو په اړه د بشير ګواښ ويډيويي راپور وګورئ.