د امریکايي ولسمشر جو بایډن د واک تر سمبالولو وروسته د امریکا او چین ډپلوماټو په لومړیو مخامخ خبرو کې لفظي شخړه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د مارچ پر ۱۸مه د الاسکا په انکورج ښار کې ویلي، چین هغه پر اصولو ولاړ نظم ته ګواښ پېښوي چې د نړۍ امن پر ځای ساتي.
نوموړي له اېغور مسلمانانو سره د چین د چلند په اړه هم ژوره اندېښنه وښودله.
د چین کمونیسټ ګوند د ډپلوماسۍ لوړپوړي چارواکي ینګ ییچي په غوسه ناک غبرګون کې ویلي چې هېواد یې په خپلو کورنیو چارو کې د امریکا د لاسوهنې په کلکه مخالفت کوي.
نوموړي ویلي چې امریکا په خپله د بشري حقونو د مسلو په هواري کې ناکامه شوې ده.
د ده په وینا، امریکا باید خپل نوم ښه کړي او په ټوله نړۍ کې د خپل جمهوریت خپرول ودروي.
دې لفظي شخړې د چین په رویه کې د بدلون نښو او د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وخت کې د جنجالي شویو اړیکو بیا پرځای کولو موقعې په اړه امریکا ناهیله کړې ده.