د افغان سولې په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون کوونکی افغان پلاوی نن (مارچ ۱۷مه) روسیې ته ولاړ. په دې پلاوي کې حکومتي چارواکي، سیاسي مشران او د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي شامل دي.
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوي مشري کوي، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
- دواړه لوري به د سولې پروسې د ګړندي کولو.
- په دوحه کې د سولې خبرو د پیاوړتیا.
- افغانستان کې د جګړې پای.
- له ترهګرۍ، جرمونو او نشيي توکو سره پر مبارزې.
- او د یوه خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره بحث وکړي.
ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د روسیې ونډه مهمه بللې او زیاتوي، له طالبانو او کوربه هېواد سره د بریالیو بحثونو په لټه کې یو.
Joined by political leaders, some members of the negotiating team & the leadership committee of the #HCNR, we are heading to Russian Federation to take part in Moscow Conference on Peaceful Settlement in Afghanistan, organized by Troika member states & hosted by Russia. 1/4
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) March 17, 2021
عبدالله دغه شان د مسکو غونډه د افغانستان د سولې لپاره مهمه بللې او هیله یې ښودلې چې دوحه کې د سولې په خبرو او د ترکیې پر راتلونکې کنفرانس به مثبت اغېز ولري.
د مسکو غونډه کې پر حکومتي پلاوي سربېره، مخکینی ولسمشر حامد کرزی، د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني، عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور سیاستوال ګډون لري.
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی ۱۰ کسیزه پلاوی نن (مارچ ۱۷مه) مسکو ته ولاړ. د نوموړي په خبره، په دې پلاوي کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عبدالحکیم، عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور، محمد فاضل اخند، خیرالله خیرخواه، سهیل شاهین، انس حقاني، محمد عباس ستانکزی او محمد نعیم شامل دي.
د مسکو غونډه چې موخه یې د افغانستان د سولې خبرو ګړندي کول، یوه معنا لرونکي پړاو ته د سولې خبرو دننه کېدل او دغه شان دې هېواد کې د تاوتریخوالی پای ته رسول دي، سبا (مارچ ۱۸مه) ترسره کېږي.
په مسکو غونډه کې د امریکا په استازیتوب د افغان سولې لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ګډون کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جېلنیا پرون وویل، خلیلزاد به د مارچ پر ۱۸مه مسکو ته ولاړ شي.
خلیلزاد کابل ته له خپل سفر وروسته، پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې "ټول سیاسي شخصیتونه په دې سلا شوي چې د یوه سیاسي حل او تلپاتې اوربند لپاره راتلونکو نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي."
1/3 Wrapped up 2 days in #Kabul. Had the opportunity to discuss the latest developments on the peace process with President Ghani, HCNR Chair Abdullah, and a wide range of other leaders, including those in civil society and advocates of women’s rights. https://t.co/8rvxvZwXJK pic.twitter.com/WQGVtJNuVu
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) March 16, 2021
مسکو داسې مهال د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه توب کوي چې په افغانستان کې یې د لنډ مهالي حکومت ننګه کړې، هغه څه چې د افغان حکومت له کلک مخالفت سره مخ دي.
تر دې چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون (مارچ ۱۶مه) په بهرنیو چارو وزارت کې یوې غونډې ته وویل، که طالبان سبا هم ټاکنې کوي، ورته چمتو دی، خو له ټاکنو پرته خپل ځای ناستي ته د واک لېږد ته نه دی حاضر.