افغانستان کې تر ۳۰۰ زیاتو ښځینه کارمندانو خپلې دندې پرېښې: خبریالانو ژغورنې کمېټه

دوی وايي، د رسنیو د کارکوونکو دندو پرېښودو علت په افغانستان کې د هدفي وژنو زیاتېدل او د کورونا وایروس له کبله اقتصادي مشکلات دي.

په افغانستان کې د خبریالانو ژغورنې کمېټي وايي په تېرو شپږو میاشتو کې د رسنیو ۲۰ فیصده یانې تر ۳۰۰ زیاتو ښځینه کارکوونکو خپلې دندې پرېښې دي.

دې ادارې د مارچ پر اتمه په یو راپور کې وویل چې د رسنیو د کارکوونکو د دندو پرېښودو علت په افغانستان کې د هدفي وژنو زیاتېدل او د کورونا وایروس له کبله اقتصادي مشکلات دي.

په افغانستان کې په تېرو څو میاشتو کې د ازادۍ راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په ګډون ګڼ خبریالان په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

دغسې څو ورځې وړاندې د مارچ پر دوهمه نېټه د انعکاس ټېلېویژن درې خبریالانې په دوو جلا حملو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ووژل شوې.

داعش سخت دريځې ډلې د دې حملې مسولیت منلی.