نوی ګوند ولې جوړېږي او که جوړ شو نو پر پي ټی اېم به يې اغېز وي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د فبرورۍ پر ۲۲مه له هغه وروسته پر ټولنيزو رسنيو تود بحث پېل شوی کله چې د اردو ژبې ويبپاڼې انډيپنډېنټ نيوز او له عوامي نېشنل ګوند سره تړاو لرونکې ورځپاڼې شهباز دا خبر خپور کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې ملاتړې يو سياسي ګوند جوړوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مخکښان ولې ګوند جوړوي.؟ ایا که جوړ شو نو دا به پي ټی اېم ته زيان ورسوي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره څېړل شوي.