د قیرغیزستان هغه کلی چې بزکشۍ پکې خلک په اتفاق ساتلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مرکزي ایشيا هېواد، قیرغیزستان تر ۱۹۹۱ کال پورې د روس د شوروي اتحاد برخه وو. نیزدي شپږ فیصده خلک یې په قام روسان دي. خو دا شمېره ځکه په کمېدو ده چې هر کال روسي ټبره وګړي روس ته ستنېږي. البته په شابدان نومي کلي کې د روسي او قرغېز قامونو وګړو د يو ځای اوسېدو لپاره يوه مشترکه وجه پېدا کړې ده. دا د بزکشۍ لوبه ده چې د کلي‌ خلک یې متحد ساتلي دي. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.