د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي دي تر راتلونکي جولای به د کورونا واکسينو دومره خوراکونه ترلاسه کړي چې د هېواد د هر بالغ وګړي لپاره به کافي وي خو نوموړي خبردارې ورکړ چې لوجستيکي ستونزې یې د رسولو بهیر ځنډنی کولی شي.
د فېبرورۍ پر ۱۱مه په واشنګټن کې د روغتيا ملي انسټېټيوټ دورې پرمهال جو بايډن وويل چې حکومت يې د فايزر او موډرنا سره د ۱۰۰ سل میليونه نور خوراکونو د اخيستو سودا نهايي کړې ده.
بلخوا په اروپا کې د کورونا ناروغانو په شمېره کې کمښت په داسې حال کې ليدل کېږي چې په ځينې هېوادونو کې ټولبند د دې وبا په مخنيوي کې مددګاره ثابت شوی دی، خو د صحت نړيوالې ادارې د دغو محدوديتونو په ختمولو کې له تندۍ د کار اخيستو په اړه خبردارې په ورکولو سره ويلي چې په سيمه کې څنګه څنګه د واکسينولو کمپاين روان دی نو ورسره د ياد وايرس د نورو ډولونو رابرسيره کېدو ويره ده.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې تر ننه له کورونا وايرسه ۱۰ کروړه ۷۸ لکه زيات کسان متاثره شوي او ۲۳ لکه ۷۰ زره زيات کسان ترې مړه شوي دي.
د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.
په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.