خيبرپښتونخوا د اسمبلۍ پخوانيو غړيو د پيسو اخيستو ويډیو او د پېسو سياست

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په سياست کې له هغه وروسته تود بحث راپورته شوی چې د فرورۍ پر نهمه پر ټولنيزو رسنيو يوه داسې ويډيو خبره شوه چې پکې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي ښکاري چې ورته نزدې پر مېز د پېسو بنډلونه پراته دي. دا ويل کېږي چې دا ويډیو د ۲۰۱۸م کال د سېنېت انتخاباتو له مخه جوړه شوې او دا دعوی کېږي چې دغو غړيو خپل ووټونه خرڅول. دا ويډيو په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې وار له مخه په راروان مارچ مياشت کې د سېنېت د کېدونکيوانتخاباتو په اړه د واکمن تحريک انصاف او اپوزيشن ترمنځ د سېنېت د ټاکنو پر طريقه کار سخت اختلافات روان دي د مشال تر رڼا لاندې کې هم پر دې موضوع بحث شوی دی.