کونړ کې په لمریزه پرېښنا للمې ځمکې خړوبېږي

دا لمریزه یرېښنا به په سرکاڼو، مرورې او نرنګ ولسوالیو کې څه باندې څلور زره جریبه ځمکه خړوبه کړي

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ۹۱،۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ په درېو ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا په ذریعه د للمي ځمکو خړوبولو څلور پروژې بشپړې او د فبروري په نهمه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ددغه پروژو د پرانستې مراسیمو کې د کونړ د والي ترڅنګ د کرنې وزارت معین حشمت الله غفوري چې د یوه پلاوي په ملتیا ، کونړ ته ورغلی و، برخه لرله

نوموړي د یادو پروژو بشپړېدل د کروندګرو د اقتصادي ودې او د ځان بسیاینې په برخه کې مهم ګام وباله او د کرنیز سکټور د پیاوړتیا په برخه کې یې د ورته نورو ګټورو پروژو د تطبیق ژمنې وکړې.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل، د دې لمریزې برېښنا په ذریعه به کرنیز تولیدات زیات او د وارداتو کچه به راکمه شي.

نوموړي زیاته کړه: " دا لمریزه یرېښنا به په سرکاڼو، مرورې او نرنګ ولسوالیو کې څه باندې څلور زره جریبه ځمکه خړوبه کړي، چې نن عملاً په سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې للمي ځمکو ته د اوبو ورکول پیل شول."

د ذکر وړ ده چې کونړ د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې پرېمانه اوبه لري، خو دا چې غرییزه سیمه ده کروندګر یې د سیند له اوبو ګټه نه شي اخیستلای نو ځکه یې کروندګر د لمریزې برېښنا په ذریعه د للمي ځمکو خړوبولو ته خوشحاله دي، خو له حکومت نه غواړي چې په نورو ولسوالیو کې هم ورته پروژې پیل کړي.