افغان چارواکي وايي چې د تورخم دروازه به اوس د څلورو پر ځای شپږ ورځي د تګ راتګ لپاره خلاصه وي.
د ننګرهار والي ضياولحق امرخېل د فېبرورۍ پر نهمه نېټه پر فېسبوک او ټويټر پاڼه ليکلي چې د یکشنبې پرته به د تورخم دروازه په اوونۍ کې شپږ ورځې پرانستې وي.
د #ننګرهار تورخم ښارګوټې له لارې به تر دې وروسته کوزې پښتونخوا ته د یکشنبې پرته د اونۍ 6 ورځې مسافرین تګ راتګ وکړي، په دې برخه کې په جلال اباد کې د پاکستان قونسل عابدالله او د سفارت له همکارۍ يې منندوی یم، موږ په تورخم ښارګوټې کې په نورو برخو کې هم د ستونزو په حل کې جدي يو. pic.twitter.com/3xuLBMIkra
— Ziaulhaq Amarkhil (@ZiaulhaqAmarkhi) February 9, 2021
نوموړي په دې لړ کې په ننګرهار کې د پاکستان د کونسل جنرل عابدالله مننه وکړه.
هغه زياته کړه چې له دې سره به په تورخم کې د تګ راتګ پر مهال د مسافرو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
امرخېل وايي، په تورخم ښارګوټي کې په نورو برخو کې هم د ستونزو په هوارولو کې جدي دی.
تر دې اعلان وړاندې.د شنبې، سېشنبې، چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې مسافرانو کولای شو چې پر تورخم لاره تګ راتګ وکړي.