د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د نیو سټارټ په نوم د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوي تړون د مودې دغځولو قانوني مسوده یا بل لاسلیک کړ.
د روس ولسي جرګې(دوما) د جنورۍ پر ۲۷مه د رایو په غوڅ اکثریت سره دا تړون د پنځو نورو کلونو لپاره غځولی و او ورپسې د مشرانو جرګې یا فیډریشن کونسل هم دا پرېکړه سمدستي منظوره کړه.
د نیو سټارټ تړون په ۲۰۱۰ز کال کې لاسلیک شوی و او د پای نېټه یې د فېبرورۍ پينځمه ټاکل شوې وه.
د روس ولسمشر دفتر کریملین د جنورۍ پر ۲۹مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تړون د مسکو او واشنګتن په سټراټيژيکو اړیکو کې د شفافیت او د سټراټیژیکو اړیکو په اړه وړاندوینه ممکنوي.
نیو سټارټ د واشنګتن او مسکو تر منځ د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي وروستی تړون دی چې د دواړو هېوادونو د اټومي وسلو شمېر تر ۱۵۵۰ محدود ساتي.