برېتانیا د جنورۍ پر ۲۹مه له متحده عربي اماراتو د الوتکو پر نیغ په نیغه پروازونو بندیزونه عملي کړي دي.
برېتانوي چارواکي وايي، د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره یې له متحده عربي اماراتو ، برونډي او روانډا څخه پروازونه تړلي دي.
د برېتانیې ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شپس د جنورۍ په ۲۸مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هغه مساپرو ته به بریتانیې ته د داخلېدو اجازه نه وي چې له يادو دریو هېوادونو راتېر شي.
From tomorrow (Friday 29 Jan at 1pm), we’re extending our travel ban with the United Arab Emirates, Burundi and Rwanda all added to the UK%27s red list. 1/3
— Rt Hon Grant Shapps MP (@grantshapps) January 28, 2021
له دوبۍلندن ته لار د نړیوالو سفرونو لپاره مهمه ده او د الوتکو د پروازونو په اړه د معلوماتو ورکونکې ادارې او-اې-جي ویلي دي چې روانه میاشت په دغه لار د سفر لپاره ۱۹۰۳۲۵ مساپرو خپل سفرونه پلان کړي وو.
بریتانیې په اماراتو کې ايسار پاتې، خپلو هېوادوالو ته ویلي دي چې له دغه ځایه بریتانیې ته نیغ په نیغه سفر ونه کړي او په بدلو لارو ورشي او له ورتګ سره سم ځان د ۱۰ ورځو لپاره په قرنطین کې وساتي.
برېتانوي روغتیايي چارواکي وايي چې د جنورۍ پر ۲۸مه په دغه هېواد کې نور ۲۸۶۸۰ کسان کورونا وایرس وهلي دي او په تېرو ۲۸ ورځو کې ترې ۱۲۳۹ کسان مړه شوي دي.