شوکت پنيال د پوکي شپږ بېلا بېل سازونه غږوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو پېژندلی هنرمند شوکت پنيال دی. نوموړی ډېره اسماعيل خان ته نيږدې د پنيالې سيمې دی، خو له تېرو شاوخوا ۱۵ کالو راهيسې په پېښور کې اوسي. پنيال وايي، له خپل پلاره يې اول تورۍ يا سرنا او وروسته شپېلۍ زده کړې. نوموړی کلارنټ او سيکسفون هم غږوي او په وروستيو کې يې د پوکي يو نوی ساز هم ايجاد کړی چې نلوفون نوم يې ورته خوښ کړی دی. په خپرونه کې د پنيال د هنر په اړه د ده خبرې او غږولې ځينې نغمې يې اورېدای شئ.