منتخب ولسمشر جو بايډن د لوړې مراسم له امنيتي ننګونه سره مخامخ دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن به د روان کال د  جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه د دې هېواد د ۴۶ م ولسمشر په توګه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپلې څوکۍ لوړه پورته کوي.
د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن به د روان کال د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه د دې هېواد د ۴۶ م ولسمشر په توګه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپلې څوکۍ لوړه پورته کوي خو د پخوانيو هغو په پرتله دا ځل د لوړې مراسم له ننګونو او خطرونو سره مخامخ دي. د ۲۰۲۰م د نومبر مياشتې په ولسمشريزه ټاکنو کې د جو بايډن سيال ولسمشر ټرمپ د بې اساسه ادعاوو پر بنياد ټاکنې له درغليو ډکې بولې او خپل شکست نه مني. د هغه بلوه شويو ملاتړو د جنورۍ پر شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ بريد کړی وو او چارواکيو خبردارۍ ورکړی چې ښايي د لوړې مراسمو پر مهال د هغه ملاتړې نورې پرتشدد مظاهرې وکړي.