د مشال راډیو ۱۱مه کليزه: اورېدونکو خپل نظرونه شريک کړل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ځوانانو غږ خپرونه د مشال راډیو ۱۱مې کليزې په مناسبت جوړه شوې چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د قبايلي ځوانانو فورم مشرانو او نورو مدني فعالانو او د راډیو اورېدونکو ويلي چې مشال راډیو خپل اورېدونکي له سياسي او بنيادي بشري حقونو خبر کړل. دوی وايي چې له ۲۰۱۰ز کال مخکې په قبايلي سيمو کې ترهګري او سختدريځي ډېره زياته وه خو د مشال راډیو خپرونو په دغه کې تر ډېره کمی راوست او اوس په دغو سيمو کې تر ډېره امن دی او زياتره خلک د ټوپک پر ځای قلم ته لومړيتوب ورکوي. دوی وايي چې د سيمې د خلکو د خبرتيا تر ټولو لویه وسيله مشال راډیو ده. دوی زياتوي چې دا راډیو په مشرانو، مېرمنو او ځوانانو ټولو کې يو شان مقبول ده. البته دوی ځينې وړانديزونه هم لرل چې په خپرونو کې د مېرمنو او نالوستو کسانو ونډه زياتول پکې شامل دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.