اوکرایني رومان په مورچه کې په مسلکي ډول وایلن زده کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اوکراین اوسېدنکي رومان په مسلکي ډول وایلن زده کړی خو چې کله د دې هېواد په ختیزه برخه کې د روس پلوه بلیتونپالو او اوکرایني پوځ ترمنځ جنګ ونښته نو دی په پوځ کې د رضاکار په حېث شامل شو. رومان وايي، موسیقي یې ژوند دی خو د وطن دفاع هم فرض ګڼي نو ځکه په مورچه کې پروت دی او د وایلن په غږولو خپل وخت تېروي. د اوکراین جګړه چې په ۲۰۱۴ز کال کې پیل شوې تر اوسه پکې له ۱۳۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. نور په دې ویډیويي راپور کې.