د قطر پلازمينه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو پیل شوی دی.
د دغو خبرو پيل ته د جنورۍ پنځمه، یعنې تېره سه شنبه ټاکل شوې وه، خو د دواړو لوریو مرکچیانو له یوه ورځني ځنډ وروسته د جنورۍ پر شپږمه لومړنۍ غونډه وکړه.
د سولې وزارت ویاندې ناجیې انوري وویل چې اصلي بحثونه به راتلونکې شنبې پیلېږي.
د دې په خبره داسې پریکړه وشوه چې د راروانې شنبې په ورځ به د دواړو خواوو ترمنځ د اجنډا د څيړلو پر سر ټاکل شوي ټیمونه خپل کار پيل کړي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم هم بېګا پر ټویټر هم دغه خبره کړې ده.
دواړو خواوو د لومړي پړاو خبرو پر مهال چې درې میاشتې وخت یې واخيست د بین الافغاني خبرو اجنډا او تګلاره نهایي کړې ده.
د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي ویلي، دې پړاو خبرو کې پر اوربند، سیاسي شراکت داري او د راتلونکي نظام پر څرنګوالي خبرې کوي.