له ښځينه سندرغاړو سره د ګډو سندرو شعرونه مې هم معیاري وي: حشمت سهار

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو سندرغاړی حشمت سهار دی. نوموړی د هنګو د يوې هنري کورنۍ دی، موسيقي يې له بېلا بېلو استادانو زده کړې او ګڼې سندرې يې خپرې کړې دي. سهار د سيمې له ښځينه سندرغاړو سره هم يو شمېر ګډې سندرې ويلې دي. دی وايي، د دغو سندرو د شعر معيار ته يې هم پام کړی دی چې اورېدونکي او کتونکي نيوکې ورباندې و نه کړي. د حشمت سهار دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.