پاکستان، امریکا، هند او لاتیني امریکا کې د کورونا وایرس نوی ډول موندل شوي

د کورونا واېرس د نوي ډول پېښې په زیاتېدو یو شمېر هېوادونه سفري بندیزنه لګولو ته اړ شوي

د پاکستان په ګډون په امریکا، هند او لاتیني امریکا کې د کورونا وایرس د نوي قسم پېښې تصدیق شوي دي چې له دې برېښي چې د کورونا وایرس نوې بڼه په نړیواله کچه خپره شوې.

د کورونا وایرس نوی ډول لومړی په برتانیا کې په سېپټمبر میاشت کې موندل شوی وو.

په عین حال کې د پاکستان د سیند صوبې د صحت وزارت ویلي په کراچۍ کې په دریو کسانو کې د کورونا وایرس د نوي ډول تصدیق شوی دی.

د وزارت په بیان کې ویل شوي چې له برتانیې ورغلیو د ۱۲ پاکستانیو وګړو ټېسټونو کې د شپږو هغو مثبت راغلي چې د دریو کسانو د وایرس نمونې د کورونا وایرس له نوي ډول سره تر ۹۵ فیصده پورې سمون خوري.

د ډېسېمبر پر ۲۹مه د کورونا وایرس د نوي ډول لږ تر لږه ۲۰ پېښې په اروپا، اسیا، منځني ختیځ، کاناډا او اسټرېلیا کې رېکارډ شوی.

دا هم وګورئ: د کورونا وایرس نوې بڼه: خیبر پښتونخوا ته له برتانیا د ورغلیو لټون

د کورونا واېرس د نوي ډول پېښې له زیاتېدو سره یو شمېر هېوادونه سفري بندیزونو لګولو ته اړ شوي دي.

د وایرس د خپرېدو زیاتې کچې ته په کتو، د اروپايي اتحادیې د صحت ادارې خبردارې ورکړې چې که دې نوې بڼې زیات شمېر کسان ووهل، نو په روغتونونو کې د زیاتو ناروغانو د داخلېدو تر څنګ د زیاتو مړینو خطر دی.

برتانیا د کورونا وایرس نوي ډول پېښې تر برسېره کېدو پس څو ورځې مخکې په لندن او د هېواد په جنوب مشرقي سیمه کې ټولبند ولګاوه.

د وایرس خپرېدو کچې ته په کتو د نیو یارک، ریو ډي جنېرو او سېډني په ګډون په نړۍ کې د نوي کال غونډې او جشنونه ځنډول شوي دي.

بل پلو کې برتانیا د ایسټرا زینېکا کمپنۍ جوړ واکسینو ۱۰۰ میلیونه خوراکه اخیستي چې د ۵۰ میلیون کسانو لپاره به کافي وي.