د ډاکټرې صایمې عابد ژوند او کار

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په سروې خپرونه کې مو دا اوونۍ ډاکټره صایمه عابد مېلمنه ده. ډاکټر صایمه د عامې روغتیا ماهره ده. هغه په خېبر پښتونخوا کې د عامې روغتیا اتحادیې یا پبلک هیلت ایسوسي اېشن مشره ده. هغه په یو شمېر نړیوالو ادارو کې د روغتیا په برخه کې کاري‌ تجربه لري. د دې تر څنګ هغه د استادۍ‌ له شعبې سره هم منسلکه ده او وايي‌ چې په خپله کاري تجربه کې زده کړې ورکول تر ټولو غوره ګڼي.‌ له ډاکټرې صایمې سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده خبرې کړي‌ دي.‌