ګلاب اپرېدی د پښتونخوا تر څنګ پنجاب کې هم د رباب کنسرټونه ورکوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته له پېښوره رباب غږوونکی ګلاب اپرېدی مېلمه کړی وو. دی د يوې هنري کورنۍ دی او يو شمېر شاګردان لري. اپرېدی وايي، د هېواد د بېلا بېلو برخو ترڅنګ د نړۍ په شاوخوا ۱۰ هېوادونو کې يې د رباب کنسرټونه ورکړي دي. د نوموړي خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.