په برتانیا، امریکا او کاناډا کې د کووېډ-۱۹ واکسیني بهیر

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تر برتانیې وروسته امریکا او کاناډا هم خلکو ته د کورونا وایرس ناروغۍ د واکسینو ورکول پیل کړي. ټاکل شوې چې اروپايي ټولنه هم تر منظورۍ وروسته واکسیني بهیر پیل کړي. برتانیا او امریکا دواړو د فایزر او بایواېنټېک کمپنیو ګډ جوړ کړي واکسین منظور کړي. روغتیاپالان وايي، د کورونا وایرس د ناروغۍ دا واکسین دوه ځلې لګېږي. د فایزر او بایواېنټېک کمپنیو دویمه ستنه تر لومړۍ پېچکارۍ درې اوونۍ وروسته لګول کېږي. د ماډرنا کمپنۍ دویمه واکسیني ستن تر لومړۍ هغې یوه میاشت وروسته لګېږي. خو ډاکتران وايي، تر واکسینو وروسته به هم خلک تر یوې مودې پورې ماسک تړي. د واکسیني بهیر په اړه د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.