د کورونا وبا زیاتېدونکې پېښې: جرمني بیا ټولبند لګوي

ارشیف، جرمني کې د کرونا ویروس وهلو ناروغانو لېږدولو لپاره پر یوه واټ ولاړ امبولانس او روغتیايي کارکوونکي

په جرمني کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره سم، له راروانې چارشنبې څخه تازه محدودیتونه او ټولبند لګول کېږي.

له دکانونو پرته به نور تجارتونه د ډېسېمبر له ۱۶مې څخه د جنورۍ میاشتې تر ۱۰مې نېټې تړلي وي.

وزیر اعظمې انګیلا مېرکل د ډېسېمبر پر ۱۳مه له خلکو د احتیاط غوښتنه وکړه: "له ټولو خلکو غواړم، که د نورو کورونو کسان خپل کور ته د کرېسمس لپاره درغواړئ، هیله ده وروسته د خوندیتوب د اوونۍ په توګه تر ممکنه حده د اوو ورځو لپاره له نورو کسانو سره راشه درشه کمه کړئ."

د ټولبند او محدودیتونو پر مهال به په ښوونځیو او د ورځنیو څارنو په نورو مرکزونو کې د خلکو ترمنځ واټن ساتل کېږي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د ارقامو له مخې په جرمني کې د کورونا وایرس وهلو کسانو شمېر تر یو میلیون او درې لاکو اوښتی دی.