روس پرلپسې د ایران پرضد د امریکا بندیزونه ردوي: لارووف

لاوروف زیاته کړه چې د روس له ایران سره تجارت د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې اته فيصده زیات شوی دی.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، ماسکو په دوامداره توګه د ایران پر ضد د امریکا بندیزونه ردوي او د سزا په توګه اقداماتو د مخنیوي لپاره به نووو لارو کتو ته دوام ورکړي.

لاوروف د ډیسمبر پر ۱۲مه د ایران سرکاري ټیلي ویژن ته په مرکه کې وویل چې روس نه یوازې د یو اړخیزه بندیزونو له منلو انکار کوي بلکې په مخصوصو اقداماتو کې د ایران ملاتړ هم کوي.

لاوروف زیاته کړه چې د روس له ایران سره تجارت د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې اته فيصده زیات شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامیې د منتخب صدر جوبایډن دندې سنبالولو وړاندی په اخري اوونیو کې پر ایران فشار زیاتولو ته دوام ورکړی دی.

تیره اوونۍ د ولسمشر ټرمپ انتظامیې په یمن کې د حوثي یاغیانو لپاره د ایران پر استازي بندیزونه عملي کړل.

دې اقدام ته داسې کتل کېده چې دا د تهران ملاتړ لرونکیو ملیشېو د سولې هغې معاهدې لپاره مزاکراتو ته د مجبورولو یو هڅه ده چې په ترڅ کې یې د یمن کورنۍ جګړه ختمه شي.

په دې جګړه کې د ایران لویې حریف هېواد سعودي عرب هم ښکیل دی. ایران هم په دې ورستیو کې اعلان کړې وو چې د یورینم غني کولو په صلاحیت کې به زیاتوالې راولي.

دا کار د نړی له طاقتورو هېوادونو سره د ۲۰۱۵م کال د ایران د ایټمي تړون خلاف ورزي ده.