ولسمشر ټرمپ د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه تازه ناسمې ادعاوې کړې

ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا هم د نومبر پر دېریمه په شویو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند د امیدوار جوبایډن په وړاندې ماتې نه ده منلې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یو لاریون پر مهال د تیرو ولسمشریزو انتخاباتو په اړه تازه ناسمې ادعاوې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ د ډسمبر پر پنځمه په جارجیا ریاست کې د ریپبلیکن ګوند د سېنیټرانو لپاره جوړې شوې جلسې ته وینا کوله.

په دې ریاست کې د سېنیټ لپاره پر ځینو چوکیو د دویم پړاو انتخابات کېدونکي دي چې ورسره به په ډاګه شي چې په سېنیټ کې کوم ګوند اکثریت ترلاسه کوي.

ولسمشر ټرمپ لا هم د نومبر پر دېریمه په شویو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند د امیدوار جوبایډن په وړاندې ماتې نه ده منلې.

ولسمشر ټرمپ په جارجیا کې د زرګونو خلکو غونډې ته یو ځل بیا تکرار کړه چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي او د ده په وینا د دې انتخاباتو پر سر معامله شوې ده.

نوموړي په داسې حال کې د انتخاباتي درغلیو د تورونو سلسله جاري ساتلې ده چې عدالتونو او د انتخاباتي کمېشن چارواکو یې په هغو ریاستونو کې هم دا تورونه رد کړي چې د ده او جوبایډن ترمنځ سخته مقابله وه.

د ولسمشر ټرمپ دې تازه ناسمو ادعاوو د سینیټ لپاره د ریپبلکین ګوند د امیدوارانو ډیویډ پرډو او کیلي لوفلر انتخاباتي لاریون هم اغیزمن کړی دی.

د دویم پړاو په انتخاباتو کې د دې دواړو بریا په سینټ کې د ریپبلکین ګوند اکثریت پر ځای ساتلای شي. په جارجیا کې د دویم پړاو دغه انتخابات د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پر پنځمه کېدونکي دي.