د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له ترکي چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې کوي.
نوموړي د ډېسېمبر پر دریمه پر ټوېټر لیکلي چې د سیمې د سفر په لومړي پړاو کې انقرې ته ځي او تر هغې وروسته به په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له پلاویو سره په ملاقات کې وګوري چې امریکا د سولې خبرو د طرزالعمل په لړ کې د وروستي پرمختګ پر اساس څنګه مرسته کولای شي چې د یوې سیاسي طرحې او تلپاتې اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي.
1/3 En route back to the region. Stopping first in #Ankara to discuss #Turkey’s support for #AfghanistanPeaceNegotiations.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) December 3, 2020
افغان حکومت او طالبانو د ډېسېمبر پر دویمه د سولې د خبرو پر کړنلار د توافق اعلان وکړ.
دواړو خواوو د سېپټېمبر له ۱۲مې راهیسې پر دې موضوع بحث ته دوام ورکړی وو.