په ترکيه کې د سندرې جوړولو تجربه مې ښه وه: علي بابا خان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سندرغاړی علي بابا خان مېلمه کړی وو. ده خپله نوې سندره د ترکي هنرمندانو په همکارۍ جوړه کړې او له دې کاره خوښ دی. علي بابا خان وايي، صوفيانه شعرونه يې خوښېږي او غواړي په نوي انداز کې يې پښتنو ته وړاندې کړي. د نوموړي دا خبرې او د نوې يوې ترڅنګ هغه سندرې يې هم د غږ په ځای کې اورئ چې لږه موده مخکې يې ويلې دي.