پکتیا مشران: قومونه سوله او ټیکاو راوړلی شي

د پکتیا قومي مشران او د ولایتي شورا غړي وايي، تېرو تاریخي پېښو او حالاتو ته په کتو اوس هم قومونه کولی شي، د دې هېواد روانې کشالې ته حل لاره پیدا کړي.

دوی وايي، حکومت دې، د ټیکاو او پایدارې سولې لپاره د نورو لارو چارو پر ځای د قومونو پر یووالي کار وکړي او هغوی دې په اعتماد کې واخلي.

دوی یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ د قومونو او سرحدونو چارو ریاست په چوکاټ کې د قومونو او قبایلو لپاره د میلمستون د نوې ودانۍ د پرانیستې پر مهال مشال راډيو ته وکړې.

قومي مشر جنت خان منګل وویل، لویه پکتیا د جرګو، مرکو، څلو او نرخونو کور دی، کچیرې حکومت د قومونو پر یووالي کار وکړي، نو د قومونو په وجود کې د افغانستان روانې ستونزې او کشالې ته حل لارې پیدا کیدلی شي.

نوموړي زیاته کړه:"پکتیا د دودونو، نرخونو او څلو ولایت دی، زما وړاندیز دادی چې حکومت دې کوښښ وکړي هغه لګښتونه چې به نورو لارو کوي، هغه باید د قومونو په یووالي وکړي، د اړتیاوو د پوره کولو لپاره يې خاص اقدامات وکړي، موږ غواړو د قومونو په وجود کې شته مشکل چې ولس ورسره لاس او ګریوان دی، د قومونو په وجود کې ورته د پای ټکی کېږدو."

که څه هم پخوا به په قومونو او ولسونو کې د جرګو او مرکو ځایونه مالوم وو، خو په اوس وخت کې داسې اړتیا پیدا شوې، چې د جرګو او مرکو ځای باید له یوې خوا خوندي وي او د اوسیدو نورلازمې اسانتیاوې هم ولري.

د پکتیا والي محمدحلیم فدايي وايي، د قومونو او سرحدونو چارو ریاست په چوکاټ کې د میلمستون پدې نوې ودانۍ څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.

نوموړی زیاتوي، ددې او نورو نویو ودانیو د جوړولو هدف دادی چې اداري کارکوونکو، مراجعینو او میلمنو لپاره یو وړ کاري چاپیریال برابر شي.

چارواکي وايي د میلمستون په دې نوې ودانۍ څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمدالرحمان قادري وايي، دې نوي میلمستون ته به نه یوازې د لويې پکتیا بلکې د کرښې د پورې غاړي د قومونو او قبایلو مشران راځي او په دې ځای کې به د قومونو او ولسونو په مسایلو بحثونه کوي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی جنت خان څمکنی بیا وايي، په پکتیا کې له پخوا نه تر ډېره ستونزې، شخړې او کشالې په جرګو مرکو حل شوې او تر اوسه هم دا دود پالل کیږي.

دی په دې خوښي څرګندوي، چې د قومي او قبایلي مشرانو د جرګو او مرکو لپاره دا ځای جوړ شو.

که څه هم د لويې پکتیا قومونه او مشران د خپلو نرخونو، څلو او دودونو پر مټ توانیدلي، چې په بیلابیلو وختونو کې د خپلو سیمو ډیرو مهمو ستونزو او کشالو ته حل لارې پیدا کړي او د هېواد په مسایلو کې هم څرګنده ونډه ولري، خو په وروستیو کلونو کې د جګړو او نورو ستونزو د لاسه د مشرانو او قومونو دا رول کم شوی دی.