یونیسکو د اوکرین د کلالانو کسب نړیواله ورثه ګرځولې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

که څه هم په پاکستان او افغانستان کې د خاورینو لوښو او منګیو استعمال کم شوی چې ورسره د کلالانو روزګار هم په ختمېدو دی خو د اوکرین په یوه غریزه سیمه کوسېو کې کلالانو له درېو پیړیو راهیسې نه یوازې خپل کسب ژوندی ساتلی بلکې په دې کې یې خپل روایتي رنګونه او تاریخ هم په ښه توګه وړاندې کړي دي. هم دغه وجه ده چې د تعلیم، ساینس او کلتور لپاره د ملګرو ملتونو ادارې، یونیسکو د دې سیمې د کلالانو کار د نړیوالې ورثې په فهرست کې شامل کړی دی چې لیدو ته یې ګڼ خلک هم ورځي. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې د اسوشیېټيډ پرېس د ویډیو په مرسته یو رپورټ برابر کړی چې پښتو بڼه یې درته منورشاه وړاندې کوي.