سږکال افغانستان کې له ښځو سره تاوتریخوالی ۲۰٪ زیات شوی

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له ښځو سره پکې تاوتریخوالی زیات دی.

نن د نومبر ۲۵ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې باید چټکې شي.

یوناما په دې اړه په اعلامیه کې زیاته کړې چې سږ کال د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د ورځ په دې شعار لمانځل کیږي چې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه چټکه شي او له دې پدیدې سره هېڅ زغم نه دی پکار.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له ښځو سره پکې تاوتریخوالی زیات دی.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویلي سږ کال د ښځو په وړاندې د پروسږ کال په پرتله شل فیصده زیات تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا هغو هېوادونو کې چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات دی سر له نن نه د شپاړسو ورځو په مخه یو کمپاین هم پیل شوی.

په دې کمپاین کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې کیږي.