زموږ تر ستنېدو وړاندې دې د دته خېلو بازار ته د اوښتي زیان سروې نه کیږي: قبایلي مشران

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله په زرګونه کورنۍ د افغانستان خوست ته کډه شوې وې. (انځور د یو پخوانۍ ناستې دی)

د افغانستان په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو د دته خېل قبیلې مشران او ځوانان د پاکستان له حکومته غواړي چې د دوی په نشتون کې دې د پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې دته خېلو بازار ته د رسیدلو زیانونو سروې نه کیږي.

دوی وايي، تر اوسه د دته خېلو قبیلې ډېره برخه په خوست او پکتیکا کې میشته ده نو د زیانونو له سروې مخکې دې د غلام خان په لاره کډوالو ته د بیرته ستنیدنې اجازه ورکړي.

وزیرستانیو کډوالو وویل، که چیرې د سروې په وخت کې ټولې قبیلې موجودې نه وي نو دا کار په راتلونکې کې د دوی تر منځ د ستونزو او اختلافونو سبب جوړیدای شي.

دا خبرې د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر مشرانو او ځوانانو د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو سره شریکې کړې.

د وزیرستانیو کډوالو یو قبایلي مشر ملک حبیب خان مده خېل په خبرو کې د پاکستان له حکومت وغوښتل چې په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو د بیرته ستنیدنې لپاره دې دوی ته د غلام خان لاره پرانیزي.

دوی زیاتوي، کله چې د دوی کډې خپلو سیمو ته واوړي، نو تر هغه وروسته دې په هغه ځای کې خلکو ته د اوښتو زیانونو سروې وشي.

ملک حبیب خان مده خېل وویل، سروې هغه وخت کیدلی شي، چې هر کس خپل کور، جومات، دکان او مارکیټ ته ولاړ وي، نه دا چې نور خلک يې وکالتونه وکړي.

وزیرستاني کډوال مولوي احمد افغان وویل، دوی ډېر کړاونه وګالل، د کورونو پرېښودو ته اړل شول، نو کله چې دا خلک ستانه شي، بیا يې حکومت سروې کولی شي، که نه دا کار د دته خپلو، مده خېلو او خدرخېلو تر منځ د نفاق سبب جوړیدلی شي.

د زرجنان په نوم یو سپینږیری، چې د وزیرستان د خړ تنګي مده خېل مچه دی وايي، د کژې او ګیړ ډېر ولس دلته پاتې دی او لږ تللی دی، نو د پاکستان حکومت دې د دوی په حضور کې سروې وکړي.

ده هم وویل، د یوې سیمې سروې کول او د بلې سیمې له پاتې کیدو د کلیو او خلکو په منځ مخالفتونه جوړیږي.

حاجي برات خان چې د لټکو مچه مده خېل دی وايي، د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې په دته خېلو کې به د خلکو د زیانونو سروې کیږي، نو هلته دوی هم مارکیټونه، کلي او کورونه لري.

د مایزر اوسیدونکی میرعباس خان وايي، کلي او کورونه يې کوز دی، خو دوی دلته په افغانستان کې اوسیږي.

دی د پاکستان له حکومت غواړي، چې د د دوی د بیرته ستنیدنې لپاره د غلام خان لاره پرانیزي، که سیمه يې صفا نه وي، نو دوی دې بنو ته ولیږي.

د شمالي وزیرستان د ضلعې انتظامیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې په څلورو پړاونو کې د خوست څخه د غلام خان پر لاره تر ۵ زره ډېرې کورنۍ راستنې کړي او همدارنګه يې په خوست او پکتیکا کې د میشتو وزیرستانیو کورنیو شمیر هم مالوم کړی دی.

د دوی په وینا، د امنیتي ادارو لخوا د کډوالو د سیمو د تصفیه کیدو رپوټ ته په تمه دي، هر کله چې دوی ته وسپارل شي، نو په خوست او پکتیکا کې د پاتو کډوالو د راستندینې نوی بهیر به هم پیل کړي.

د شمالي وزیرستان د ضلعې انتظامیې چارواکو د اغېزمنو کورنیو د سروې په باب وویل، په خوست او پکتیکا کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو د کورونو او سیمو سروې به هغه وخت کې کیږي، چې دوی ټول خپلو سیمو ته راستانه شي.