مسلم لیګ (ن) وايي په ملک کې دې له سره ټاکنې وشي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نومبر پر ۱۳مه نېټه، په سوات کي، د مسلم ليګ (ن) لويه جلسه شوې چي پکي په حکومت نيوکې او غوښتنه شوې چي په ملک کې دې نوي ټاکني وشي. حکومت د مسلم لیګ (ن) د مشرانو تورونو او نیوکو په غبرګون څه نه دي ویلي. خو په تېرو د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت په بیا بیا ویلي، اپوزیشن ګوندونه ځان له احتسابه د ژغورلو لپاره دا ډول غونډې کوي. حکومت او انتخاباتي کمېشن هم په تېرو دوو کلونو کې په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات راڼه او منصفانه ول. د دې ترڅنګ د پاکستان پوځ هم ویلي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او اپوزیشن ګوندونه دې یې هم د وردخیلولو هڅې نه کوي. د مشال راډیو خبریال نیاز احمد خان پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.