په کوټه او یو شمېر نورو ضلعو کې زلزله شوې

په پندۍ کې خلک تر زلزلې وروسته بهر ولاړ دي.(انځور له ارشیفه)

د بلوچستان په مرکز کوټه او یو شمېر نورو ضلعو کې نن سهار د نومبر پر ۱۴مه شاوخوا اته بجې زلزله راغلې ده.

په کوټه کې د موسمیاتو اداره وايي چې د زلزلې زور پنځه اعشاریه دوه وو او مرکز یې له کوټې ۵۵ کلومیټره لرې د شمال لور ته وو.

زلزله د کوټې تر څنګ په پشین، قلعه عبدالله، زیارت، مسلم باغ، لورلايي، دکۍ ایو ځینو نورو ضلعو کې هم محسوسه شوې ده.

تر اوسه د مرګ ژوبلې خبرونه نه دي ورکړل شوي.