د ګردېز د بالاحصار لرغونې ودانۍ د نړېدو له خطر سره مخامخ ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پکتیا ولایت کې د ګردېز بالاحصار ودانۍ په اړه ویل کېږي چې له میلاده ۳۲۸ کاله مخکې سکندر مقدوني پر اسیايي هېوادونو د حملو پر مهال د خپلو لښکرو ساتنې لپاره جوړه کړې وه. دا وداني په افغانستان کې د کورنۍ جګړو او سیاسي بې ثباتۍ پر مهال له پامه پرېوته او اوس د نړېدو له خطر سره مخامخ ده. خو چارواکي وايي، د ودانۍ د بیارغونې پلان یې جوړ کړی. ویډیويي رپورټ.