القرضاوي: افغان جګړه کې ښکېل لوري دې خپل دریځونه نرم کړي

د اسلامي نړۍ مشهور عالم او مفتي شیخ یوسف القرضاوي

د اسلامي نړۍ مشهور عالم او مفتي شیخ یوسف القرضاوي د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې خپلو دریځونو کې نرمښت راولي او د سولې لپاره ګام واخلي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت د نومبر پر څلورمه په بیان کې د القرضاوي له خولې ویلي: "د اسلامي نړۍ علما په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې لوري مسلمانان دي."

بیان وايي، نوموړي دغه خبرې په دوحه کې د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي له یو شمېر غړو سره په کتنه کې کړي دي.

له بیان سره سم، دغو لیدو کتو کې افغان مرکچیانو له القرضاوي سره د افغانستان په شرایطو او په جګړه کې د افغانانو د هرې ورځې قربانۍ په اړه خبرې کړې دي.

څو ورځې وړاندې د انډونیزیا یوه اسلامي بنسټ او تر هغې مخکې د بنګلادېش دیني عالمانو هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه "ناروا" بللې وه.