په امریکا کې نن د ولسمشرۍ انتخابات کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په امریکا کې نن د ولسمشرۍ انتخابات کېږي. په دې انتخاباتو کې د ریپبلیکن ګوند امیدوار ډونلډ ټرمپ او د ډیموکرېټ ګوند د امیدوار جوبایډن ترمنځ مقابله ده. امریکايي ولسمشریز انتخابات یو ځانګړی عمل دی چې پکې که یو امیدوار د عامو خلکو په ووټونو اکثریت ترلاسه هم کړي خو په (الیکټورل کالج) کې ناکامه شي نو ولسمشر نه شي جوړېدای. د دې ترڅنګ دا نتخابات د دې هېواد له پخوانیو انتخاباتو سره هم فرق لري. د دې انتخاباتو په هکله د مشال راډیو مرکزي څانګې د امریکا غږ په همکارۍ یو رپورټ برابر کړی چې زموږ همکار منورشاه یې پښتو بڼه وړاندې کوي.