په خوست کې موټربم او ډزو لږ تر لږه درې تنه وژلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان په خوست کې موټربم برید او ډزو لږ تر لږه درې تنه وژلي یو شمېر نور یې ټپي کړي دي. د کورنیو چارو وزارت وايي لږ تر لږه څلور بریدګر وژل شوي دي. برید د پولیسو پر ځانګړې قطعه شوی دی. نور حال د نجیب الله الوخېل او بوریوال کاکړ په دې ویډیويي رپورټ کې وګورئ